CRI Online

د لوېديځ ځيني کسان غواړي له چين څخه تاوان واخلي؟ داد دوی بې اساسه او بې اخلاقه کړنه ده!

cri     (GMT+08:00) 2020-04-07 20:51:23

د بريتانيا ځينو رسنيو خبر ورکړی، چې په لندن کې د نوي محافظه کاره فکري ارګان هنري جکسن ټولنې په دې وروستيو ورځو کې تش په نامه يو څيړنيز راپور خپور کړی دی، په دغه راپور کې ليکل شوي چې چين د نوي کورونا ويروس معلومات پټ کړي، د روغتيا له نړيوالو مقرراتو څخه يې سرغړونه کړې او د نوي کورونا ويروس د خپرېدو مسئوليت بايد پر غاړه واخلي. نوموړي ارګان ويلي چې نړيواله ټولنه بايد په دې اړه څېړنه وکړي او له چين څخه دې تاوان واخلي.

ياد خبر بيخي بې اساسه دی. چين لويه قرباني ورکړه او له دې ناروغۍ سره په جګړه کې لومړۍ کرښه کې و او پر وخت يې د روغتيا له نړيوال سازمان او نړيوالې ټولنې سره د ويروس په اړه مالومات او د وقايې او درملو تجربې شريکې کړې دي. د چين ټولې کړنې د نړيوالې ټولنې لخوا منل شوي او ستايلې يې دي. ياد خبر چې نړيواله بايد له چين څخه تاوان واخلي، بې اساسه او بې اخلاقه کړنه ده.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای