د چين د هوبۍ ولايت په ووهان ښار کې د اپريل د ۸ مې نېټې له صفر څخه له ووهان او هوبۍ ولايت څخه په ټولو لارو باندې د وتلو بنديز لغوه شو، د ووهان ښار او نورو ښارونو تر منځ تګ راتګ بېرته صحت موندلی دی او له ووهان څخه وتلي کسان کولای شي چې د روغتيا د تاييد سند په لرلو سره نورو ښارونو ته ووزي.
د چين د ووهان رېل پټليو ادارې يو مدير وايي چې د روانې مياشتې په ۸ مه نېټه به ۲۷۶ د مسافر وړونکي اورګاډي له ووهان ښار څخه شانګهای، شن جن، چنګ دو، فو جو، نان نينګ او نورو ښارونو ته ووزي. په همدې ورځ به څه باندې ۵۵ زره کسان د اورګاډيو له لارې له ووهان څخه ووزي.
(مينه)