د ايټاليا د ټولپوښتنې يو ځايي شرکت د تازه شمېرنې له مخې، ۷۶ سلنه ايټالويانو د ناول کرونا ويروس د ساري ناروغۍ د مخنيوي لپاره د خپل حکومت تدبيرونو په باب رضايت څرګند کړ او دغه شمېر د درې اوونې مخکې په پرتله ۱۵ سلنه زيات شوی. ۵۲ سلنه ايټالويان په دې اند دي چې د ناول کرونا ناروغۍ سره په مبارزه کې له دغه هېواد سره د چين مرستې تر ټولو ډېرې دي، او ۱۸ سلنه ايټالويان وايي چې د البانيا مرستې ډېرې دي او ۹ سلنه ايټالويان وايي چې د روسيې مرستې ډېرې دي. يوازې ۳ سلنه ايټالويان په دې اند دي چې د امريکا مرستې تر ټولو ډېرې دي. سر بېره پر دې ۹۰ سلنه ايټالويان غواړي چې د روانې مياشتې تر ۳ مې وروسته هم په دغه هېواد کې ګرځنبنديز عملي شي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |