د چين د روغتيا کمېټې د خبر له مخې، د چين د روغتيا کمېټې د اپريل د ۷ مې نېټې په شپه يوه ټلفوني غونډه تر سره کړه چې پکې له هوبۍ ولايت او ووهان ښار څخه په ټولو لارو باندې د وتلو بنديز تر لغوه کېدو وروسته په چين کې د ناول کرونا ويروس د وقايې او کنترول کارونه ترتيب کړی. د چين د روغتيا کمېټې مشر ما شياو وې وويل چې موږ بايد علمي او جدي تدبيرونه ونيسو، په عادي حالت کې د ويروس د مخنيوي او کنټرول تدبيرونه بشپړ کړو او په ټول ملت کې به د وقايې او کنترول کارونه پياوړی کړو. د مثال په توګه، له ووهان او له هو بۍ څخه وتلي کسان دې په خوندي او منظمه توګه نورو ځايونو ته تګ راتګ وکړي او په راتلونکی کې به د هغو ناروغانو د پيدا کولو رپورونه زيات کړي چې د ناول کرونا ويروس اخته شوي خو هېڅ نښي نښانې نه لري.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |