د افريقا د ناروغيو د کنټرول مرکز د يوې تازه شمېرنې له مخې د اپريل تر اوومې نيټې پورې په افريقا کې په ناول کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر له لسو زرو څخه اوښتی دی او د مړو شمېر څلور سوه اووه اتيا و او ۹۱۳ تنه تر درملنې وروسته روغ او له روغتونونو څخه رخصت شوي دي. تر اوسه پورې دغه ويروس د افريقا دوه پنځوسو هېوادونو ته خپور شوی دی. د طبي کارپوهانو په اند په افريقا کې په دې ويروس د اخته کسانو دقيق شمېر له اوسني شمېر څخه زيات دی.
په افريقا کې د ناول کرونا ويروس د مثبتو پېښو له پيدا کېدو راهيسې د چين طبي کارپوهانو او له افريقا سره د چين مرستندويه طبي ډلو او چيني تصديو په بېلا بېلو لارو چارو له ناول کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره له افريقايي هېوادونو سره همکارۍ کړې دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |