CRI Online

د اورګاډي د چوان ځانګ لارې له لاسا څخه تر لين جي پورې ۴۷ تونلونه جوړ شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-08 13:36:05

د اپريل په اوومه نېټه د اورګاډي د چوان ځانګ لارې له لاسا څخه تر لين جي پورې ۴۷ تونلونه جوړ شوي چې اوږدوالی يې ۲۱۶ اعشاريه پنځه کيلو متره دی.د دغو تونلونو جوړېدو د اورګاډي د چوان ځانګ لارې د پرانيستلو لپاره کلک بنسټ اېښی.

د چين د اورګاډي د دولتي ګروپ اړوند مسؤل وويل چې د دغو تونلونو د جوړېدو له امله په خرابو جغرافيايي شرايطو کې د اوګاډي تونلونو د جوړېدو نوې تجربې راغونډې شوي او د دې اورګاډي لارې د نورو برخو د جوړېدو لپاره ګټورې دي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای