CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين په خپل هېواد کې بهرنيانو ته له هر ډول سپکاوي سره مخالفت کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-08 13:37:38

د ځينو خبري رسنيو د خبر له مخې په دې وروستيو ورځو کې د چين حکومت خپل هېواد ته د بهرنيانو د راتګ له امله د ناول کرونا ويروس د مثبتو پېښو د زياتوالي د مخنيوي لپاره جدي تدبيرونه نيولي چې په پايله کې ځينو بهرنيانو شکايت کړی چې په چين کې له سپکاوي سره مخ دي. د دې خبر په هکله د چين د بهرنيو چار وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په اوومه نېټه درې فقرييز ځواب کې ويلي چې: چين تل په خپل هېواد کې د بهرنيو اتباعو خونديتوب او روغتيا ته پاملرنه کوي او له قانون سره سم د دوی حقه حقونه تامينوي. چين دغو بهرنيانو ته له هر ډول سپکاوي سره مخالفت کوي او په چين کې ټول بهرنيان بايدد چين د ولسي جمهوريت د ساري ناروغۍ د وقايې او درملنې د قانون په شمول اړوند قوانين او مقررات مراعات کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای