CRI Online

د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان: تېر کال د نړيوال انحصاري حق په اړه د چين د غوښتنليکونو شمېر په نړۍ کې تر ټولو زيات دی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-08 13:38:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان د اپريل په اوومه نېټه وويل چې تېر کال د دې سازمان د انحصاري حق په اړه د همکارۍ تړون تر چوکات لاندې د چين د نړيوال انحصاري حق په اړه د غوښتنليکونو شمېر په نړۍ کې تر ټولو زيات دی.

د دې سازمان د اپريل د اوومې نيټې مطبوعاتي اعلاميې له مخې تېر کال په دې برخه کې د چين له خوا د وړاندې شويو غوښتنليکونو شمېر اته پنځوس زره نهه سوه نوي ته رسيدلی چې دغه شمېر د امريکا له خوا د وړاندې شوي شمېر په پرتله زيات دی.

د دې سازمان عمومي مدير فرانسيس ګوري وويل چې چين په دې برخه کې لومړی مقام نيولی دی او له دې څخه ښکاري چې ابتکاري جوړښت ختيځې خوا ته انتقال شوی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای