د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اروپايي ټولنې کميټې د اپريل په اوومه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې دوی به د دې ټولنې د ملکي چارو د ساتنې د ميکانيزم له مخې له ناول کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره له رومانيا او ناروې څخه راغلي طبي کارکوونکي د ايټاليې ميلانو او بيرګامو ته وليږي.
د اروپايي ټولنې اړوندو ارګانونو تر هغه وروسته چې پر وخت يې په اروپا کې د ناول کرونا ويروس د مخنيوي لپاره جدي تدبيرونه نه دي نيولي، په وروستيو کې د طبي کارکوونکو او توکو همغږي چټکه کړې تر څو د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول په برخه کې له غړو هېوادونو سره مرستې وکړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |