CRI Online

د چين د دولتي شورا د دايمي چارو په غونډه کې د بهرنۍ سوداګرۍ د بنسټيز حالت د ثبات ساتلو لپاره يو لړ تدبيرونه خپاره شول

cri     (GMT+08:00) 2020-04-08 13:41:02

د چين صدراعظم لي که چيانګ د اپريل په اوومه نېټه د دې هېواد د دولتي شورا د دايمي چارو د غونډې مشري وکړه او د نړيوالې انلاين سوداګرۍ د عمومي ازمويښتي سيمو د زياتوالي،د چمتو شويو توليداتو په تړاو له سوداګرۍ او په انټرنېت کې د چين په ګوانګ جو ښار کې د صادراتي او وارداتي توليداتو د معاملې له تر سره کېدو څخه د ملاتړ په شمول يې يو لړ تدبيرونه خپاره کړل تر څو پر اقتصاد د ناول کرونا ويروس د خپرېدو منفي اغيزې لېرې شي او د بهرنۍ سوداګرۍ د بنسټيز حالت ثبات وساتل شي.د دې ترڅنګ په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې اړوندې څانګې به د مالياتو په برخه کې له ځينو پولي او پور ورکوونکو شرکتونو څخه د ملاتړ تګلارې ته ادامه ور کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای