د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشی انتونيو ګوتريس وياند سټيفاني دوجاريک د اپريل په اوومه نېټه وويل چې سرمنشي انتونيو ګوتريس پر ناول کرونا ويروس د م م د سوله ساتونکو د اخته کېدو ننګونې د مخنيوي لپاره پرېکړه وکړه چې په لنډمهالي توګه به د دغو سوله ساتونکو د ځای پر ځای کولو کارونه د جون تر دېرشمې نيټې پورې وځنډوي.
نوموړي وويل چې د م م د سوله ساتونکو ځانګړې ډلې تر خپلې وسې پورې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره هڅې کوي او تر هر څه لومړی بايد دغه کار تضمين کړي چې د م م سوله ساتونکي به په دې ويروس اخته نه شي او د دې ويروس د خپرېدو سرچينه به ونه ګرځي، د دې ترڅنګ دوی بايد خپل حرکتي توان وساتي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |