CRI Online

چيني طبي کارپوهانو د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول د تجربو په هکله د اروپايي او اسيايي هېوادونو ترمنځ د نظريو تبادلې په انټرنېتي سمينار کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-04-08 13:43:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د اروپايي ټولنې کميټې د اپريل په شپږمه نېټه د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول د تجربو په هکله د اروپايي او اسيايي هېوادونو ترمنځ د نظريو تبادلې د انټرنېتي سمينار مشري وکړه.د چين، المان، د کوريا جمهوريت ، سينګاپور، فرانسې،هالنډ او هسپانيا په شمول د ځينو اروپايي او اسيايي هېوادونو طبي کارپوهانو او د اروپايي ټولنې د کميټې او د اروپا د فضايي امنيت د ادارې په شمول د ځينو ارګانونو استازو په دې سمينار کې ګډون وکړ او يو له بل سره يې د نظريو تبادلې وکړې.

د چين د ناروغيو د کنټرول مرکز د وبا ناروغيو عالي رتبه کارپوه وو جون يوو وويل چې د ناول کرونا ويروس د مثبتو پېښو له پيدا کېدو راهيسې د چين حکومت د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره تر ټولو جدي تدبيرونه نيولي او په دې برخه کې يې هر اړخيز سيستم جوړ کړی او د چين د حکومت او ټولو چينايانو په ګډو هڅو سره يې پړاوييزې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي.

برخه والو استازو د طبي کارپوهانو له خوا د اړوندو تجربو له شريکولو څخه مننه څرګنده کړه او په دې اند دي چې دغه ارزښتناکې تجربې به د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول په برخه کې د اړوندو هېوادونو د کارونو د تر سره کولو لپاره مهم رول ولوبوي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای