CRI Online

افغان حکومت طالب بنديان آزاد کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-09 11:42:13

د افغان ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې، د دغه هېواد حکومت د اپريل په ۸ مه نېټه ۱۰۰ طالب بنديان آزاد کړي.

د افغانستان د ملي امنيت ادارې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو وويل چې افغان حکومت نن ۱۰۰ طالب بنديان آزاد کړي او په دې سره د امريکا او طالبانو تر منځ د پنځه زره طالب بنديانو د آزادېدو په اړه شوې موافقې عملي کېدل پيل شول.

په دې اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې د ملي امنيت ادارې او د لوی څارنوال دفتر د آزاد شويو بنديانو د هويت څېړنه وکړه او دوی ژمنه وکړه چې بېرته به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د مارچ په ۱۰ مه نېټه د طالب بنديانو د خوشي کېدو په اړه يو فرمان لاسليک کړ خو تر اوسه ځنډول شوی و.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای