CRI Online

نړيوالو سازمانونو په جلا جلا توګه د روغتيا له نړيوال سازمان څخه ملاتړ څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-04-09 12:03:05

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپريل په اتمه نېټه په يوه خبري ناسته کې د روغتيا پر نړيوال سازمان نيوکه وکړه او ويې ويل چې امريکا غواړي له دې سازمان سره مرستې بندې کړي.د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم پر ياد سازمان نيوکه وکړه او ويې ويل چې امريکا د روغتيا له نړيوال سازمان سره د مرستو ارزونه کوي. په دې هکله م م او د افريقايي هېوادونو ټولنې په جلا جلا توګه له دې سازمان څخه ملاتړ څرګند کړ او غوښتنه يې وکړه چې ګرده نړۍ بايد له ناول کرونا ويروس سره د مبارزې لپاره يووالی وساتي.

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې مونږ بايد ناول کرونا ويروس ته سياسي رنګ ور نه کړو او د دې خطرناک ويروس د خپرېدو په حال کې ګرده نړۍ بايد يووالی وساتي تر څو د لا خرابو حالاتو مخنيوي وشي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای