CRI Online

راشد خان له خلکو سره د مرستې لپاره چمتووالی ښودلی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-09 12:03:09

راشد خان که څه هم د مرستې لپاره د چمتووالي اعلان کړی خو تراوسه یې اعلان نه دی کړی چې څومره پیسې به مرسته کړي.

طلوع نيوز چينل د مارچ په ۲۹مه خبر ورکړ چې د هېواد د کرېکټ وتلی او نامتو ملي او نړیوال لوبغاړي راشد خان ارمان اعلان کړی چې هېواد کې له اړمنو سره به مرسته وکړي.

راشد خان په خپل فېسبوک پاڼه لیکي که چېرې اړتیا شي هغو اړمنو ته چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په لړ کې کابل کې پر تګ راتګ محدودیت وضع شوی زیانمن کېږي مرسته به وکړي.

کابل کې له څو ورځو راهیسې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په پار پر تګ راتګ محدودیت لګول شوی او ځينې هېوادوال د دغه محدودیت د وضع کېدو له امله خپل کارونه له لاسه ورکړي او له مالي ستونزو سره مخ دي.

راشدخان ارمان لومړنی لوبغاړی دی چې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.

په نورو هېوادونو کې د سپورټ او هنر پېژندل شویو څېرو له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له خپلو حکومتونو او خلکو سره مرسته کړې ده.

راشدخان له لوبغاړو، سوداګرو او د افغانستان د ملي شخصیتونو غوښتي چې په دغه وضعیت کې له خلکو سره همکاري وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای