CRI Online

د ټنيس ويمبلدون سيالۍ لغوه شوې

cri     (GMT+08:00) 2020-04-09 12:03:36

له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره د ټنيس غوره کلنۍ لوبې نه ترسره کېږي.

تسنيم خبري آژانس د اپريل په لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې د ملبورن او رولان ګاروس آزادو سياليو له ځنډېدو او د ټنيس څو مياشتني تعطيلېدو وروسته، ويمبلدون سيالۍ هم لغوه شوې.

خبر وايي چې د کرونا ويروس د خپرېدو له امله به سږ کال دغه سيالۍ ترسره نه شي.

په دې ترتيب دغه سيالۍ له ۱۹۴۰ تر ۱۹۴۵ کلونو کې د دويمې نړيوالې جګړې له امله له پنځه کال تعطيلېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې يوځل بيا تعطيلېږي.

له سيالۍ له ۱۸۷۷ کال را هيسې ترسره کېږي، چې تر ټولو پخوانۍ سيالۍ ګڼل کېږي او اوس لومړی ځل دی چې د سولې په زمانه کې دغه سيالۍ نه ترسره کېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای