تسنيم خبري آژانس د مارچ په ۳۱مه خبر ورکړ چې د امريکا حرفه يي بسکټبال ليګ په دغه هېواد کې د کرونا ويروس د ډېرې خپرېدا له امله تعطيیل شو او هر ټيم په قانوني فصل کې يې کابو ۶۰ لوبې ترسره کړې وې.
اوسمهال د (ان بي اې ) مسوولانو لپاره ددغه بحران د مديريت د څرنګوالي او ليګ پای ته رسول يوه لويه ستونزه ده.
په همدې لړ کې د ليګ د يو شمېر مسوولينو له خوا سناريو طرحه شوې چې له مخې به يې ټولې لوبې د لاس وګاس په شان يوه لوی ښار کې چې ډېر لوی هوټلونه لري، په يوه سالون کې له نندارچيانو پرته ترسره شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |