CRI Online

د اروپا اتلانو ليګ تر اطلاع ثانوي پورې و ځنډول شو

cri     (GMT+08:00) 2020-04-09 12:04:31

ايرنا خبري آژانس د اپريل په لومړۍ نېټه خبر ورکړ چې د اروپا فوټبال ټولنې ( يوفا) د کرونا ويروس د خپرېدو له امله د اروپاع ليګ او اتلانو ليګ سيالۍ تر اطلاع ثانوي پورې وځنډولې.

د يوفا د بيانيې له مخې، د جنون مياشتې لپاره پلان شوې ملي سيالۍ چې د ۲۰۲۰ يورو پلې آف سيالۍ هم پکې شاملېږي، ترسره کېدو وخت يې راتلونکي کال ته ځنډول شوی دی.

خبر وايي سربېره پردې د اروپا له ۱۷ کاله کم عمره اتلانو سيالۍ او دغه راز له ۱۹ کاله کم عمره مېرمنو سيالۍ هم چې ټاکل شوې وه په ترتيب سره به په مې او جولای مياشتو کې ترسره شي، لغوه شوې دي.

دغه پرېکړه په داسې حال کې نيول شوې چې له دې وړاندې، د اتلانو فينال ليګ، اروپا لينګ، او د ښځو اتلانو ليګ هم ځنډول شوي و.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای