د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د اپريل په اتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره له مختلفو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د ناول کرونا ويروس د خپرېدو په حال کې د روغتيا نړيوال سازمان له کارونو څخه ملاتړ وکړي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اپريل په اوومه نېټه ګواښی کړی چې په لنډمهالي توګه به دغه سازمان ته د غړيتوب لګښت ور نه کړي. د م م د سرمنشي وياند سټيفاني دوجاريک د اپريل په اتمه نېټه په يوه ويډيويي غونډه کې د سرمنشي انتونيو ګوتريس اعلاميه خپره کړه. په دې اعلاميه کې راغلي چې د روغتيا نړيوال سازمان بايد د مختلفو هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړي او د دې سازمان له کارونو څخه ملاتړ په نړۍ کې له ناول کرونا ويروس سره په مبارزه کې د بريا موندلو لپاره ډېر مهم دی.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |