د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د اپريل په ۹مه نېټه د روسيې او بهرنيو هېوادنو سره د پوځي تکنالوژۍ د همکاريزې کمېټې په يوه غونډه کې څرګنده کړه چې په ۲۰۱۹ کال کې د روسيې لخوا د وسلو د پلورلو عمومي اندازه له ۱۵ مليارډو امريکايي ډالرو نه اوښتې، د سپارښتنو عمومي حجم ۵۵ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی او له څه دپاسه سلو هېوادونو سره د پوځي تکنالوژۍ همکارۍ تر سره شوې دي. هغه وويل چې که څه هم په ۲۰۱۹ کال کې نړيوال بازار دومره سمسور نه و، سيالۍ هم ډېرې تيزې ښکارېدلې، خو د روسيې او بهرنيو هېوادونو ترمنځ د پوځي تکنالوژۍ همکارۍ ډېرې بريالۍ شوې دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |