CRI Online

د برېتانيا صدر اعظم له ICU څخه وتلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2020-04-10 11:06:49

سين هوا اژانس د اپريل په ۹مه نېټه د برېتانيا د صدر اعظم ماڼۍ د وياند په قول د دې خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد صدر اعظم بوريس جانسون له ICU څخه بېرته عادي بستر ته تللی. اوس مهال هغه د درملنې په حال کې دی او په دوامداره توګه به په روغتون کې پاتې وي.

د دغه وياند په قول د صدر اعظم رواني حالت اوس ډېر ښه ښکاري. له دې مخکې هغه د اپريل د ۵مې نېټې په شپه پر کوويد--۱۹ د اخته کېدو له امله روغتون ته داخل شوی، خو په ۶مه نېټه د بدني حالت د سختېدو په اثر ICU ته ننوت.

د برېتانيا د روغتيا وزارت د اپريل په ۹مه نېټه تازه شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې، په دغه هېواد کې د اخته شويو کسانو شمېر ۶۵۰۷۷ ته ورسېد او په دغه ورځ کې ۴۳۴۴ زيات شوی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای