CRI Online

چين به د بسپنې په ډول د صربيا لپاره د ناول کرونا ويروس د ازموينې دوه لابراتوارونه جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-10 19:44:41

پر ځايي وخت د اپريل په اتمه نېټه د صربيا د پلازمينې بلګراد په يوه ودانۍ کې په انټرنېټ کې د يوه تړون د لاسليکولو مراسم تر سره شول او له مخې به يې چين د بسپنې په ډول د صربيا لپاره د هو يان په نوم د ناول کرونا ويروس د ازموينې دوه لابراتوارونه جوړ کړي.د دغو لابراتوارونو تر جوړېدو وروسته به په دې هېواد کې د ناول کرونا ويروس د ازموينې توان پياوړی شي او دا به له دې ويروس سره د صربيا د مقابلې لپاره ګټور وي.

په همدې ورځ د صربيا حکومت په انټرنېټ کې له چيني تصديو سره اړوند همکاريز تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې چيني تصدۍ صلاحيت ولري چې د دې هېواد په پلازمينه بلګراد او جنوبي ښار نيش کې ياد دوه لابراتوارونه جوړ کړي.د دې هېواد صدراعظم انا برنابيک، په صربيا کې د چين لوی سفير چن بو او د دې هېواد ځينو وزيرانو هم په دې مراسمو کې ګډون وکړ.دغه لابراتوارونه به د چين د BGIپه نوم جيناستيک شرکت، د Mammothصندوق ، د Tencentاو د ځي جين د کاني چارو شرکت له خوا د بسپنې په ډول صربيا ته ورکړي شي او د ناول کرونا ويروس د ازموينې لپاره به په اروپا کې د لومړۍ جوپۍ ځای پر ځای کېدونکي لابراتوارونه هم وي چې تر جوړېدو وروسته به يې په دې هېواد کې د ناول کرونا ويروس د ازموينې توان درې چنده پياوړی شي.

د صربيا د کرنې، ځنګلونو او د اوبو د اداره کولو وزير نيدمويچ د صربيا حکومت په استازيتوب ياد همکاريز تړون لاسليک کړ او ويې ويل چې د يادو لابراتوارونو جوړونه د صربيا لپاره د اهميت وړ ده. هغه وويل، دا په اروپا کې د چين له خوا لومړنۍ جوړېدونکي لابراتوارونه دي.د دغو لابراتوارونو په اړه د تړون له لاسليکولو څخه د صربيا او چين ترمنځ ټينګه دوستي څرګنديږي. په دې وروستيو ورځو کې مو په پر له پسې توګه د ناول کرونا ويروس ازموينې پياوړې کړې، خو د اړوندو تجهيزاتو او کارکوونکو د کمښت له امله د دې ويروس د ازموينې توان لاهم کمزوری دی.نو ځکه د دغو لابراتوارونو جوړونه د اهميت وړ ده او د ناول کرونا ويروس پر ازموينې سربېره به د صربيا د امنيت، روغتيا او کرنې په شمول برخو کې به هم مهم رول ولوبوي.

دا د ناول کرونا ويروس د ازموينې لپاره د د BGIپه نوم د جيناستيک شرکت له خوا جوړ شوي ځانګړی بيولوژيکی نيوکلېک لابراتوارونه دی او د ناول کرونا ويروس د خپرېدو له امله د اغيزمن شويو هېوادونو د دې ويروس د ازموينې توان د پياوړتيا لپاره زمينه برابرولی شي او د ناول کرونا ويروس د خپرېدو په لومړي پړاو کې د دې ويروس د مخنيوي لپاره ګټور دي. په صربيا کې د چين لوی سفير چن بو وويل ، د ناول کرونا ويروس د ازموينې د لابراتوارونو جوړونه پر دې ويروس د اخته کسانو د چټک تشخيص او ياد ويروس د مخنيوي او کنټرول لپاره ډېر مهم دی د BGIپه نوم د جيناستيک شرکت په نړۍ کې د جنټيک علم مشهور څيړنيز ارګان دی او په چين کې يې له ناول کرونا ويروس سره په مبارزه کې د دې ويروس د ازموينې په کارونو کې ګډون کړی او ډېرې تجربې لري.باور لرم چې د دغو لابراتوارونو جوړونه به په صربيا کې د ناول کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول په برخه کې مهم رول ولوبوي.

اټکل کيږي چې د صربيا په پلازمينه کې به د لومړي لابراتور د جوړېدو کارونه د اپريل په منځنۍ لسيزه کې بشپړ شي او فعاليت به يې پيل کړي. د BGI په نوم د جنيناستيک شرکت به د دغو لابراتورونو د ژر جوړولو په موخه د اړوندو تجهيزاتو د درولو او کارولو لپاره صربيا ته اړوند کارپوهان وليږي.د صربيا صدراعظم برنابيک د چين له مرستو څخه ډېره مننه څرګنده کړه او ويې ويل چې صربيا پردې وياړي چې له چين سره دوستي ټينکه کړې او کوي يې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای