د امريکا د اسوشېټيد پرېس اژانس د اپريل په ۹مه نېټه د يوې ليکنې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د امريکا ولسمشر دونالډ ترمپ د کوويد--۱۹ د سخت خپرېدو په حال کې د قربانۍ زيات مظلوم پسونه پيدا کړي او غواړي چې له دې لارې د خپل حکومت د تېروتنو په اړه د عامو خلکو پام کم کړي. هغه په وار سره پر خبري رسنيو، د ځينو ايالتونو ديموکراسي غوښتونکو مشرانو، چين، پخواني ولسمشر باراک اوباما او د فدرالي څار ارګان تورونه لګولي او اوس د روغتيا نړيوال سازمان نوبت دی.
په دغه ليکنه کې ويل شوي چې ولسمشر ترمپ نورو ته د عامو خلکو د پام په ګرځولو سره خپلې تېروتنې رد کړې او پټې کړې يې هم دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |