CRI Online

د بريتانيا او جرمني څېړونکو د ناول کورونا ويروس درې ډولونه پيدا کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-04-11 15:25:12

د بريتانيا او جرمني څېړونکو د ناول کورونا ويروس درې ډولونه پيدا کړل

د بريتانيا او جرمني څېړونکو د اپريل په ۹مه نېټه د امريکا د علومو اکاډمۍ پروسه کې د ناول کورونا ويروس يعنې کويډ-۱۹ ويروس د څېړنې په هکله يو راپور خپور کړ چې له مخې يې دغه ويروس څو ځلې بدل شوی او اصلي بڼه يې په امريکا او استراليا کې زياتره ليدل شوې ده.

د څېړنې له مخې، کويډ- ۱۹ ويروس په اې A، بي B، سي C درې ډولونو پېژندل شوی دی. اې ډول ويروس له هغه ويروس سره چې په اسمان څکالي او پينګولين کې پيدا شوی، ډېر نږدې دی او د ناروغۍ سرچينه بلل کېږي. بي ډول ويروس د اې ډول ويروس تر دوو ځلو بدلېدو وروسته رامنځته شوی او سي ډول له بي ډول څخه پيدا شوی.

اې ډول ويروس د امريکا او استراليا د زياتره ناروغانو په بدنونو کې ليدل شوي. بي ډول ويروس په عمده توګه په ختيځه اسيا کې او سي ډول په اروپا کې پيدا شوي دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای