CRI Online

د پمپيو تش لفظې مرستې تر شا سياسي نيتونه

cri     (GMT+08:00) 2020-04-11 20:18:50
د پمپيو تش لفظې مرستې تر شا سياسي نيتونه

امريکا څو ورځې مخکې يو ځل بيا ژمنه وکړه چې له نړيوالې ټولنې سره به مرستې وکړي. د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو وويل چې امريکا به له ناول کورونا ویروس سره د نړيوالې مقابلې لپاره ۲۲۵ ميليونه ډالره نورې مرستې برابرې کړي. د ده په وينا، د امريکا په شان دومره سخاوتمند بل هېواد نشته. خو مسئله دا ده چې د امريکا دغه تشه لفظي مرسته عملي کېدای شي که نه؟

د تېر فبرورۍ په پيل کې پمپيو ويلي وو چې د امريکا حکومت به د چين په شمول ځينو هېوادونو ته د سل ميليونو ډالرو په ارزښت د وقايوي توکو مرستې برابرې کړي. د تېر مارچ په پای کې نوموړي بيا اعلان وکړ چې امريکا به ۲۷۴ ميليونه امريکايي ډالره مرستې برابرې کړي. په دغه رقم کې پخوانی اعلان شوی سل ميليونه ډالره هم شامل شويدي.

خو واقعيت دا دی چې ايا د چين په شمول هېوادونو د امريکا مرستې تر لاسه کړې دي که نه؟ د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند څو ورځې مخکې په دې اړه وويل چې چين د امريکا حکومت لخوا هېڅ مرسته نه ده تر لاسه کړې. برسيره پر دې، د امريکا د نړيوال انکشاف ادارې هم ويلي چې چين ته به د وقايوي توکو مرستې برابرې کړي، خو دغه ژمنه يې هم تر اوسه نه ده عملي شوې.

نو ويل کېږي چې د امريکا وقايوي مرستې يوازې تش خبرې او تش ژمنې دي او بس. سره له دې چې د امريکا دغې ژمنې هېڅ نه دي عملي شوې، خو پمپیو لا هم په دوامداره توګه لاپې وهي چې له ناول کورونا ويروس سره په مقابله کې د امريکا لخوا بسپنې او مرستې د چين په پرتله ډېرې زياتې دي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند په دې اړه وويل چې د پمپيو په وينا کې له نړيوالې ټولنې سره د امريکا دغه مرستې له ۱۹۸۴ کال راهيسې جمع او حساب شوې، کومه چې ډېره عجيبه خبره ده.

د دې ويروس ناروغۍ له رامنځته کېدو راهيسې د پمپيو له يو لړ کړنو څخه ښکاره شوې چې هغه د ويروس ضد مبارزې او اړوندو نړيوالو همکاريو ته هېڅ پام نه دی کړی، او تل په دې هڅه کې دی، پر چين څرنګه بې مورده تورونه ولګوي، ځان ته يې د کارنامو منسوبولو هڅه کړې او نورې زياتې سياسي ګټو په هڅه او غوښتنه کې پاتې شوی دی. د ويروس پر مخ د پمپيو په شمول د امريکا د ځينو سياستوالو تش لفظی ژمنې دا ښيي چې د دوی په اند، د ويروس د وقايې او کنټرول په نسبت د امريکا له لاسه د ديکتاتورۍ او زورواکۍ وتل ورته ډېر د اندېښنې وړ دي. د خلکو د ژوند په اړه وقايوي مرستې هم تر ډېره د دوی لخوا د سياسي وسلې په توګه استعمال شوې دي.

خو نړيوالې ټولنې دا حقيقت منلی چې چين د خپل هېواد په داخل کې د دې ويروس د نسبتاً کنټرول تر څنګ له نورو سره هم تر ډېره مرستې کړې دي. تر اوسه چين ۱۲۷ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو ته وقايوي توکي برابر کړي، د ايران، عراق، ايټاليا او سربيا په شمول ۱۱ هېوادونو ته يې د طبي کارپوهانو ډلې ليږلې، له دې ويروس سره د مقابلې د نړيوالو همکاريو لپاره يې د روغتيا نړيوال سازمان ته ۲۰ ميليونه ډالره برابر کړي او د دې ويروس د وقايې او درملنې په اړه يې له نړيوالې ټولنې سره اغېزمن مالومات شريک کړي او داسې ډېر نور.

د ايټاليا انسا (ANSA) اژانس د اپريل په ۷مه نېټه يو راپور خپور کړ چې له مخې يې د تازه سروې نتيجه دا ښيي چې د نيمايي برخې زيات پوښتل شويو په اند، د ويروس پر ضد مبارزه کې چين له ايټاليا سره ډېرې مرستې کړې دي. د عراق په شمول ځينو هېوادونو د چين د هغو الوتکو د هرکلي لپاره چې پکې مرستندويه توکي بار وو، د عالي رتبه کچې مراسم تر سره کړي دي. د اسپانيې د مادريد خپلواکې ناحيې رئيسې په ټولنيزو رسنيو کې له چين څخه مننه څرګنده کړه چې د چين او اروپا د اورګاډي له لارې دغه هېواد ته يې مرستندويه توکي برابرې کړي دي.

د چين دغسې د بشردوستۍ کړنې د پمپيو په شمول د ځينو سياستوالو د اندېښنې وړ دي، نو دوی تل پر چين بې بنسټه تورونه لګولي او بدنامول کوي. خو اوس لازمه ده او د دې وخت دی چې په ګرده نړۍ کې د ياد ويروس پر ضد د مبارزې لپاره يووالی او همکاري رامنځته او ترسره شي، سياسي نيتونه او لمسوونکې کړنې بايد پرېږدي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای