د ترکيې او چين طبي کارپوهانو د اپريل په ۱۰مه نېټه د ناول کورنا ويروس د وقايې او مخنيوي په هکله يوه ويډيويي غونډه ترسره کړه، دغه غونډه په ترکيه کې د چين سفارت په مرسته ترسره شوه.
د ترکيې د روغتيا مرستيال وزيرې امينی الپ په دې غونډه کې وويل ترکيې د دې ويروس ناروغۍ له خپرېدو راهيسې تل چين سره نږدې تماس ساتلی او په چين کې د دې ويروس د وقايې او کنټرول حالت ته يې ډېره پاملرنه کړې او کوي يې. هغې وويل د دې ويروس پر ضد د مبارزې په اړه د چين تجربې د ترکيې لپاره ډېرې ګټورې دي.
د چين طبي کارپوهانو په دې ويډيويي غونډه کې د ترکيي کارپوهانو د پاملرنې وړ پوښتنو ته ځوابونه ورکړل، مثلاً څنګه په دې ويروس د اخته شويو ناروغانو د حالاتو له مخې درمل استعمال شي، څنګه طبي کارکوونکي ځانونه خوندي ساتلی شي، د هغو کسانو چې درملنه يې شوي، حالاتو ته پاملرنه کول، نښې نښانې نه لرونکو ناروغانو د قرنطين لارې چارې او داسې نور. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |