د امريکا د جانز هوپکينز پوهنتون د يو لړ شمېرو له مخې، د امريکا د ختيځې برخې پر وخت د اپريل د ۱۱مې نېټې د مازديګر تر ۴ بجو او ۳۰ دقيقو په دغه هېواد کې پر کوويد--۱۹ د اخته شويو کسانو شمېر ته ۵۲۲۲۸۶ رسېدلی او ۲۰۲۸۳ تنه نور د دغه ويروس له امله مړه شوي دي. اوس مهال امريکا له ايتاليا څخه په اوښتلو سره په نړۍ کې تر ټولو سخت ځپلی هېواد ګرځېدلی دی.
د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د اپريل په ۱۱مه نېټه په ويومينګ ايالت کې د بيړني حالت فعالېدل منظور کړ. دغه راز د امريکا ۵۰ ايالتونه، واشينګټن ځانګړې ناحيه، ويرګين ټاپوګان، شمالي مريانا ټاپوګان، ګوام ټاپو او پويرتو ريکو ټول بيړني حالت ته ننوتلی دی چې دا د امريکا په تاريخ کې بې سارې ګڼل کېږي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |