د روغتيا نړيوال سازمان د ورځنی راپور له مخې، د مرکزي اروپا پر وخت د اپريل د ۱۱ مې نېټې تر لسو بجو پورې په نړۍ کې پر ناول کرونا ويروس د نويو اخته شويو کسانو شمېر ۸۹۶۵۷ و او ټول شمېر ۱۶۱۰۹۰۹ ته رسېدلی. د دغې ناروغۍ له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۶۸۹۲ زيات شوی او ټول شمېر ۹۹۶۹۰ ته رسېدلی دي.
د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون د يو لړ شمېرو له مخې، د امريکا په وخت د روانې مياشتې د سهار تر ۹ بجو پورې په نړۍ کې د ناول کرونا ويروس د اخته کسانو عمومي شمېر ۱۷۱۵۱۴۳ ته رسېدلی او د دغې ناروغۍ له امله د مړه شويو کسانو عمومي شمېر ۱۰۳۸۷۴ ته رسېدلی دی.
په م م کې د منځني ختيځ سيمې په اړه څو ځانګړو استازو د روانې مياشتې په ۱۱ مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره په منځني ختيځ سيمه کې د اوربند رامنځته کېدلو غوښتنه کړې ده چې د ډيالوګ له لارې توپيرونه له منځه يوسي او د ناول کرونا ويروس سره به په ګډه مبارزه وشي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |