CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: په نړۍ کې پر ناول کرونا ويروس د اخته طبي کارکوونکو شمېر له ۲۲ زرو څخه زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-12 15:46:51

د روغتيا نړيوال سازمان د اپريل د ۱۱ مې نېټې په شپه د يوه تازه راپور په خپرولو سره وويل چې د روانې مياشتې تر ۸ مې نېټې پورې ۵۲ هېوادونو او سيمو يادو سازمان ته پر ناول کرونا ويروس باندې د اخته طبي کارکوونکو عمومي شمېر ۲۲۰۷۳ و.

په دغه راپور کې همدارنګه راغلي څرنګه چې د طبي کارکوونکو د اخته کېدلو حالاتو په اړه اړوند ترتيب نه لري او په دې اړه اړوند ورکو شوي مالومات ډېر لږ دي. په نړۍ کې پر ناول کرونا ويروس باندې د طبي کارکوونکو د اخته کېدلو حالات ښايي تر دې لا هم سخت وي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای