CRI Online

د ګرېهم احمقانه خبرې د کوويد—۱۹ پر ضد مبارزه کې د امريکا تېروتنې نشي پټولای.

cri     (GMT+08:00) 2020-04-12 16:54:06

د امريکا جمهوريت غوښتونکي ليندسی ګرېهم څو ورځې دمخه د فاکس تلويزيون په يوه خبري پروګرام کې په لېولتيا سره وويل چې چين دې د ۱۶ زرو امريکايانو مړينې او د ۱۷ مليونو امريکايانو بې کاره کېدلو پړه پر غاړه واخلي.

په حقيقت کې د امريکا سياستوالو څو ځلې دغسې لېونۍ خبرې ويلې او و يې غوښتلي يې دي چې د تنبليو خپله پړه پر چين واچوي، د امريکا په دننه کې پر ځان انتقادونه ليرې کړي او د خپلې سياسي ډلې ګټې وساتي.

په واشينګټن کې ليندسی ګرېهم د امريکايي مشر ټينګ ملاتړی دی. ګرېهم د کوويد—۱۹ د سخت خپرېدو له پيل راهيسې يې د زياتو خپلو ملګرو په څېر پر چين د خپلې پړې د اچولو زیاتې هڅې کړې. دغه ځل هغه په تلويزيوني پروګرام کې خورا په سپين سترګۍ سره په ډاګه ويلي چې دا د امريکايي مشر پړه نه، بلکې د چين ده. د روان کال په نومبر کې به د امريکا ولسمشريزې ټاکنې تر سره شي، نو په داسې حال کې د ليندسي ګرېهم موخه څرګنده ده. ځينو امريکايانو دې ته اشاره کړې ده چې جمهوريت غوښتونکي هميشه غواړي چې د قربانۍ مظلوم پسونه ومومي.

خو د امريکايي حکومت تېروتنې او پړې زياتې او سترې دي چې نه پټېږي.

د واشينګټن پوسټ ورځپاڼې په دې وروستيو کې پر خپلې لومړۍ پاڼۍ يوه ليکنه خپره کړه چې پکې د جنورۍ له ۳مې نېټې نه د مارچ تر ۱۳مې نېټې پورې په دغو ۷۰ ورځو کې د امريکايي حکومت ټولې تېروتنې يادې شوې دي. د جنورۍ په ۳مه نېټه د چين حکومت د کوويد—۱۹ په اړه ويښتيا خپره کړه. د امريکا ولسمشر د جنورۍ په ۱۸مه نېټه د لومړي ځل لپاره له خپلو روغتيايي چارواکو سره پر کوويد—۱۹ بحث وکړ، خو د روغتيا او عام خدمتونو وزير اليکس ازار خبرې ډېرې مبالغې وبللې. د امريکا د روغتيا وزارت د همدې مياشت په پای کې د سپينې ماڼۍ د بوديجې جوړولو له څانګې سره د ويروس پر ضد د مبارزې د بوديجې په اړه جنجالونه کړي او د مارچ تر ۶مې نېټې پورې د بيړني لګښت د ورکولو لايحه لاسليک شوې ده. په دغه ليکنه کې ويل شوي چې په دغو تېرو ۷۰ ورځو کې د امريکايي حکومت ناسمې تګلارې د دې سبب شوې دي چې د ويروس ګواښ د ټيټولو قيمتي فرصت يې له لاسه ورکړی دی. په حقيقت کې ليندسی ګرېهم په تلويزيوني پروګرام کې هم اعتراف کړی چې د مارچ په ۱۳مه نېټه ولسمشر تازه په خپلو واقعي عملياتو پيل کړی.

پر کوويد—۱۹ د معاينې په برخه کې د امريکايي حکومت تېروتنې هم څرګندې دي. د دې تر څنګ په امريکا کې د طبي توکو کمښت هم سخت ښکاري.

د امريکا عام خلک او مخ په زياتېدونکي رسنۍ په دې ښه پوهېږي. د بوستن نړيوالې ورځپاڼې د مارچ په ۳۰مه نېټه د يوې تبصرې په خپرولو سره د امريکايي حکومت تېروتنې تحليل کړې، د بېلګې په توګه د اړوندو عملياتو ناوخته تر سره کېدل، د ويروس د نوم ناسمه کارونه او په دې توګه د چينايانو سپکاوی، له اړوندو نړيوالو همکاريو څخه ډډه کول، د ځينو عالي کارپوهانو وړانديزونو او د روغتيا نړيوال سازمان د ازمايښتي چلند ردول او داسې نور.

د اتلانتيک په نوم د امريکا مشهورې سياسي مجلې په دې ورځو کې هم يوه ليکنه خپره کړې ده او څرګنده يې کړې ده چې د امريکا پر وړاندې ټولې ستونزې د امريکا د ولسمشر د ناسمو تګلارو له امله رامنځته شوې دي. د نيويارک ټايمز ورځپاڼې هم ويلي چې د ويروس پر ضد مناسب غبرګونونه تر سترې اندازې پورې د سياسي توطيې په ترڅ کې پټ کړای شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای