CRI Online

په امريکا کې څه باندې ۵۵۰ زره تنه پر کوويد--۱۹ اخته شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-13 10:57:17

د امريکا د جانز هاپکينز پوهنتون د اپريل په ۱۲مه نېټه د شمېرنې له مخې، په امريکا کې پر کوويد--۱۹ د اخته شويو کسانو شمېر له ۵۵۰ زرو څخه زيات و او اوس مهال امريکا په نړۍ کې تر ټولو سخت ځپل شوی هېواد ګرځېدلی دی.

د شمېرنې له مخې، د امريکا د ختيځې برخې پر وخت د اپريل د ۱۲مې نېټې د مازديګر تر ۵ بجو او ۳۰ دقيقو په دغه هېواد کې پر کوويد--۱۹ د اخته شويو کسانو شمېر ۵۵۰۰۱۶ ته رسېدلی او ۲۱۷۳۳ تنه نور د دغه ويروس له امله مړه شوي دي.

نيويارک د امريکا تر ټولو سخت ځپلی سيمه ده چې ۱۸۹۰۲۰ کسان پر دغه ويروس باندې پکې اخته شوي او ۹۳۸۵ تنه نور د دغه ويروس له امله مړه شوي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای