د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبد العزيز آل سعود د اپريل په ۱۲مه نېټه د نفتو د توليداتو د کمولو تړون په اړه ټليفوني خبرې وکړې. دغه تړون د نفتو د صادراتي هېوادونو سازمان او له دې سازمان پرته د روسيې په شمول د نفتو د توليدي هېوادونو ترمنځ جوړ شوی دی.
د مسکو کريملين ماڼۍ ويبسايټ په همدې ورځ د اعلاميې له مخې، پوتين، ترمپ او سلمان په ټليفوني خبرو کې د نفتو د توليداتو د کمولو له تړون څخه ملاتړ کړی. په دې اعلاميه کې ويل شوي، د دې تړون له لارې به د نړۍ د نفتو بازار ثبات ومومي او نړيوال اقتصاد ته به دوامداره پرمختګ ورکړي. د درېواړو هېوادونو مشرانو موافقه وکړه چې يو له بل سره به د اړيکو ساتنه وکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |