CRI Online

موږ بايد د ملي امنيت پر عمومي مفهوم ځان پوی کړو

cri     (GMT+08:00) 2020-04-13 11:14:24

امنيت د نړۍ د خلکو د بنسټيزو چارو او ګټو لپاره تر هر څه اړين دی او د هر هېواد لومړنۍ اړتيا ده. د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې عمومي منشي شي جين پينګ د ملي امنيت د حالاتو د بدلون له نوي تمايل سره سم د ملي امنيت عمومي مفهوم وړاندې کړ او د چيني ځانګړتيا لرونکي ملي امنيت لارې د غوره کولو غوښتنه يې وکړه. عمومي منشي شي جين پينګ د ۲۰۱۴ کال د اپرېل په ۱۵مه نېټه د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون د ملي امنيت شورا په لومړۍ غونډه کې د لومړي ځل لپاره د ملي امنيت عمومي مفهوم وړاندې کړ او ويې ويل چې داسې يو هېواد بايد جوړ کړو چې سياسي امنيت ، د خاورې امنيت ، نظامي امنيت ، اقتصادي امنيت ، کلتوري امنيت ، ټولنيز امنيت، تخنيکي امنيت ، د معلوماتو امنيت ، ايکولوژيکي امنيت او اټومي امنيت ولري. " د ملي امنيت عمومي مفهوم پلي کول" د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس لخوا په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيالرونکي سوسياليزم د پرمختګ لپاره د لومړنۍ ستراتيژۍ په توګه رامنځته شوی او د کمونېست ګوند په اساسي قانون کې ليکل شوی دی.

عمومي منشي شي جين پينګ د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په راپور کې د ملي امنيت د عمومي مفهوم د يادونې په وخت کې داسې وويل

زموږ د ګوند د حکومتدارۍ يو مهم اصل دا دی چې د هېواد پرمختګ او امنيت ساتو او د چارو همغږي کوو، د خطر په اړه پوهاوی لوړوو او په سوله کې د احتمالي خطرونو په اړه فکر کوو.

په اوسني وخت کې ، د چين د ملي امنيت مفهوم او پراختيا په تاريخ کې د نورو دورو په پرتله ډېر زيات دي او داخلي او بهرني عوامل يې د تېر په پرتله ډېر پيچلي دي .د ملي امنيت عمومي نظريه چين ته له بېلابېلو خطرونو او ننګونو سره د مقابلې لپاره مهم لارښود وړاندې کوي.

عمومي منشي شي جين پينګ د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په ۵مه نېټه په خپله وينا کې وويل

د پيچلي نړيوال وضعيت ،حساس چاپيريال او د اصلاحاتو او ورخلاصون او پرمختګ او ثبات د سختو دندو پر وړاندې موږ بايد نه يوازې د خطرونو مخنيوي لپاره مخکښې کړنې ولرو ، بلکې له ننګونو سره د مبارزې او حل کولو مهارتونه هم بايد ولرو.

عمومي منشي شي جين پينګ څو ځله پر دې ټينګار کړی چې د ملي امنيت کار د خلکو د ګټو خوندي کول دي. موږ بايد د خلکو لپاره ملي امنيت ټينګ کړو ، په خلکو تکيه وکړو او د خلکو لپاره قوي تضمين ولرو.

اوس د نوي کرونا ويروس ناروغۍ د مخنيوي او کنټرول کارونه په کليدي موده کې دي. عمومي منشي شي جين پينګ وړانديز کړی چې د ملي امنيت په سيسټم کې بيولوژيکي خونديتوب شاملول ، د ملي بيولوژيکي امنيت د خطر مخنيوي او کنټرول سيسټمونو جوړولو او په هراړخيزه توګه د ملي بيولوژيکي امنيت حکومتدارۍ توان پياوړي کول نه يوازې د ملي بيولوژيکي امنيت د ساتلو لپاره د پاليسيو ، لارو او اقداماتو ګړندي کولو او د ملي امنيت د حکومتدارۍ توان او سويې د لوړولو لپاره ګټور دی ،بلکې د "د خلکو خونديتوب د خپل هدف په توګه" د د ملي امنيت عمومي مفهوم څرګند بيان هم دی.عمومي شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل

"چين د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې پر مفکورې ټينګار کوي او غواړي له بېلا بېلو هېوادونو سره ګټور مالومات او تجربې شريکې کړي ، د درملو او واکسينونو ګډه څيړنه وکړي او هغو هېوادونو ته اړينې مرستې برابرې کړي چې په کې ياده ناروغي خپره شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای