د سينهوا اژانس د خبر له مخې، هندي رسنو د اپريل په ۱۲مه نېټه خبر ورکړ،په همدې ورځ د کشمير د واقعي کنټرول کرښې په شاوخوا کې د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه شوې ده، تر اوسه پورې ۳ عام هنديان پکې مړه شوي.
د خبر له مخې، د ۱۲مې نېټې په ماښام، د هندي کشمير د پلازمېنې سرينګر لوېديځې خوا په کوپوارا سيمه کې د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې ده. د هند پوځ يو وياند وويل، د پاکستان د پوځ له خوا توغول شوی يو ټوپ د کوپوارا سيمې يو کلي ته نژدې ولګېدلو، چې ۳ تنه يې له امله مړه شوي دي. د معلوماتو له مخې، اوس د دواړو خواوو ترمنځ جګړه او ډزې بندې شوې او هندي پوځيان ځايي کليوال نورو خوندي ځايونو ته انتقال کړي دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |