CRI Online

افغان طالبانو د دې هېواد د امنيتي ځواک ۲۰ بنديان له بند ازاد کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-04-13 11:29:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان طالبانو د اپريل په ۱۲مه نېټه وويل، په همدې ورځ يې د دې هېواد د امنيتي ځواک ۲۰ بنديان له بند څخه ازاد کړي.

د طالبان وياند ذبيح الله مجاهد په ټولنيزو رسنيو کې وويل، د دې هېواد د امنيتي ځواک ۲۰ بنديان په همدې ورځ په کندهار کې د سور صليب نړيوالې ټولنې کارکوونکو ته سپارل شوي. هغه په عين وخت کې اړوند عکسونه هم خپاره کړي. د افغانستان حکومت د اپريل له ۸مې نېټې څخه د طالبانو بنديانو خوشي کول شروع کړي، تر ۱۲مې نېټې پورې يې د طالبانو ۳۰۰ بنديان خوشي کړي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای