د روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په ۱۲مه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې له چين پرته په ګرده نړۍ کې په ناول کورونا ويروس باندې د اخته کېدنې ۱۶۱۳۱۰۶ پېښې تشخيص شوې دي.
د دې سازمان ورځنی راپور ښيي، د منځنۍ اروپا پر وخت د اپريل د ۱۲مې نېټې تر لسو بجو پورې له چين پرته په ګرده نړۍ کې په ياد ويروس باندې د اخته کېدنې ۸۵۵۶۶ پېښې تازه تشخيص شوې او عمومي شمېر يې ۱۶۱۳۱۰۶ تنو ته رسېدلی، د دې ويروس له امله د مړه شويو کسانو شمېر ۶۲۶۲ زيات شوی او د مړينې عمومي شمېر ۱۰۲۶۰۳ ته رسېدلی دی.
د ګردې نړۍ په کچه په دې ويروس باندې د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۸۵۶۷۹ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۱۶۹۶۵۸۸ته رسېدلی. د دې ويروس له امله د مړه شويو شمېر ۶۲۶۲ زيات شوی او د مړينې عمومي شمېر ۱۰۵۹۵۲ ته رسېدلی دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |