CRI Online

د نفتو صادراتي هېوادونو سازمان او له دې سازمان پرته د نفتو توليدي هېوادونو د نفتو د توليداتو د کمولو تړون نهايي کړی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-13 11:37:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د نفتو صادراتي هېوادونو سازمان (OPEC) د اپريل په ۱۲مه نېټه وويل، دغه سازمان او له دې سازمان پرته د نفتو توليدي هېوادونو په همدې ورځ د نفتو د توليداتو د کمولو تړون نهايي کړی، چې د مۍ مياشت له لومړۍ نېټې څخه به ورځنۍ توګه ۹۷ لکه بېرله کم کړي، لومړۍ دوره به د دوو مياشتو لپاره وساتي.

ياد سازمان او له دې سازمان پرته د نفتو توليدي هېوادونو د اپريل په ۱۲مه نېټه د وزيرانو په کچه ويډيويي غونډه تر سره کړې وه او تړون يې لاسليک کړی. د نفتو صادراتي هېوادونو سازمان سرمنشي محمد باركيندو په همدې شپې په ټولنيزو رسنيو کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د دې دورې د توليداتو کمولو پيمانه تر ټولو لويه ده، وخت تر ټولو اوږد دی او تاريخي ارزښت لري. په دې اعلاميه کې ويل شوي، چې دغه تړون د نفت توليدي هېوادونو، مشتريانو او نړيوال اقتصاد لپاره ګټور دی او د نړيوالو همکاريو او د څو اړخيزوالي کاميابي ده.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای