CRI Online

د اپريل په ۱۲ مه نېټه په چين کې ۱۰۸ تنه پر ناول کرونا ويروس اخته کېدل تازه تشخيص شوي چې پکې ۹۸ کسان له بهر څخه راغلي دي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-13 11:39:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل د ۱۲مې نېټې له صفر بجو څخه تر ۲۴ بجو پورې د چين په ستره برخه کې ۱۰۸تنه پر ناول کرونا ويروس اخته کېدل تازه تشخيص شوي چې پکې ۹۸ کسان له بهر څخه راغلي دي. په همدې ورځ ۲ تنه د دغه ويروس له امله مړ شوي، ۶ شکمنې پېښې ثبت شوې چې ټول له بهر نه راغلي دي.

په همدې ورځ د ۸۸ تنو درملنه شوې او له روغتونونو څخه رخصت شوي، ۱۰۹۲ تنه له طبي څارنې وروسته رخصت شوي او د سختو ناروغانو له شمېر څخه ۱۸ کسان کم شوي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای