د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افريقا په بېلابېلو هېوادونو کې پر ناول کرونا ويروس باندې د اخته شويو کسانو شمېر په دوامداره توګه زياتېږي. ځينو هېوادونو د ښارونو د بندولو موده اوږده کړې. اوس ډېر اروپايي هېوادونه او امريکا له افريقا څخه خپل اتباع بېرته راغواړي.
د دې ويروس په سختو خپرېدو سره يو څو هېوادونو د ويروس د وقايې د پاليسۍ اعتبار موده اوږده کړې يا نوي وقايوي تدبيرونه يې زيات کړي دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |