د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اروپا مرکزي بانک د اپرېل په ۱۲مه نېټه اعلان وکړ چې د ياد بانک مرستيال دي ګويندوس په دې وروستيو کې د رسنيو سره مرکه کړې ده. هغه په دې مرکه کې ويلي چې د نوي کرونا ويروس د ناروغۍ له امله نړيوال اقتصاد له پرځېدا سره مخامخ شوی او د اروپا اقتصاد به له ډېر سخت بحران سره مخ شي. د اقتصادي پرځېدا حد به د اقتصاد تړل کېدو پورې تړلی وي.
دي ګويندوس وړاندوينه کړې ده چې د يورو سيمې اقتصاد ممکن د روان کال په درېيمه ربعه کې د ودې نښې وښيې ، خو رښتينې رغونه يې تر ۲۰۲۱ کال پورې انتظار کولو ته اړتيا لري. هغه دا هم بايد وويل چې په هر حالت کې ، په ۲۰۲۱ کال کې بيا رغونه په ۲۰۲۰ کال کې د اقتصادي کړکيچ رامنځته کولو لپاره کافي نه وي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |