د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د اپرېل په ۱۲مه نېټه د دغه هېواد د نوي کرونا ويروس د مخنيوي او کنټرول په اړه د قوماندانۍ په يوه غونډه کې وويل چې په تهران کې ټيټ خطر لرونکي تصدۍ به په راتلونکې اوونۍ کې بيا کار پيل کړي.
روحاني وويل چې د ټيټ خطر لرونکو تصديو د کار بيا پيل د ايران دسمارټ ټولنيز پلان يوه برخه ده چې ځينې ولايتونه به يې د روانې مياشتې په ۱۱مه نېټه پلی کړی او تهران به يې د روانې مياشتې په ۱۸مه نېټه پلی کړي.
د ايران د روغتيا وزارت د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د همدې ورځې تر غرمې پورې په دغه هېواد کې د نوي کرونا ويروس پر ناروغۍ د نويو اخته شويو کسانو شمېر ۱۶۵۷ تنه و . په ايران کې تر اوسه پورې پر يادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۷۱۶۸۶ تنو ته رسېدلی چې په کې ۴۴۷۴ تنه مړه شوي او ۴۳۸۹۴ تنه بيا روغ شوي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |