CRI Online

مايک پمپيو د امريکا نوم بدوي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-13 20:52:52

دا چې امريکا د کوويد—۱۹ ويروس د سخت خپرېدو په حال کې پر نورو هېوادونو تورونه ولګول، په پر له پسې ډول يې د خپل هېواد نوم بدوي. راځئ چې د ويروس پر ضد نړيوالو همکاريو په لړ کې د امريکا کړنو ته پاملرنه وکړو: په درېيم هېواد کې جرمني ته د زيات شمېر ماسکونو لوټ کول، د خپلې تنبلۍ پړه پر چين اچول، کانادا او لاتيني امريکايي هېوادونو ته د ماسکونو صادرولو د بندولو لپاره 3M شرکت ته د امر ورکول او پر ايران او کيوبا د سترو فشارونو اچول او د دغو هېوادونو لخوا د طبي توکو د تر لاسه کولو مخنيوی کول.

څو ورځې دمخه د اسيا او ارام سمندر په چارو کې د امريکا د خارجه وزير پخواني سلاکار کورټ کېمپېل او د Yale پوهنتون د چيني چارو مرکز لوړ پوړي څېړونکي روش دوشي په ګډه د بهرنيو چارو په نوم يوه امريکايي مجله کې په يوه ليکنې په ګډو ليکلو سره څرګنده کړه چې د ايبولا ويروس پر ضد د نړيوالې همکارۍ په اړه د امريکا د رويې په پرتله دغه ځل د کوويد—۱۹ پر ضد د مبارزې په اړه د امريکايي حکومت تګلارې او کړنې ډېرې کمزورې ښکاري.

ډېری کسانو دې ته اشاره کړې چې د امريکا د اوسني خارجه وزير مايک پمپيو اوسنی امريکايي حکومت ډېر بد کانام کړی. د واشينګټن پوست ورځپاڼې په خوله د کوويد—۱۹ پر ضد مبارزه کې د ناسمو تګلارو د پلې کولو له امله مايک پمپيو ښايي د دغه هېواد په تاريخ کې تر ټولو کمزوری خارجه وزير وي.

مايک پمپيو چې د ۲۰۱۶ کال په مارچ کې د کېنسس ايالت د پارلمان يو غړی و، هغه وخت د امريکا پر اوسني ولسمشر دونالد ترمپ زياتې نيوکې کړې. خو د همدې کال د مې مياشتې په پای کې له دې امله چې پوه شو ډېر امکان لري ترمپ ډېر ممکن د جمهوريت غوښتونکو په استازيتوب د ولسمشريزو ټاکنو نوماند وګرځي، هغه ژر د ترمپ په ډله کې شامل شو او مايک پنس ته يې زيات ديپلوماتيک پيشنهادونه وړاندې کړي دي.

ټولو ته معلومه ده چې د امريکا د اوسني حکومت له جوړېدو راهيسې د دغه هېواد د ديپلوماتيکو او ملي امنيت تګلارو جوړونکې ډلې څو ځله تنظيم شوې. د ۲۰۱۸ کال له مارچ نه د ۲۰۱۹ کال تر سپتمبر پورې رېکس تيلرسون، جېمس نورمن ماټيس او جان روبرټ بولتون په وار سره له خپلو څوکيو څخه ګوښه شوي. خو مايک پمپيو د استخباراتو مرکزي ادارې د مشر په توګه د ټاکل کېدو تر يوې لنډې مودې وروسته ژر خارجه وزير شو. د زياتو کسانو په اند مايک پمپيو د امريکايي ولسمشر د ملي امنيت له پخواني سلاکار جان روبرټ بولتون سره يو شان سياسي نظرونه لري او دواړه پر نورو د بې حده فشار اچوونکی او يواړخيزم غوښتونکی دي.

مايک پمپيو لکه د امريکا د ولسمشر د لارښوونکي رول لوبوي. هغه د سپينې ماڼۍ پر تګلارو ستر اغېز لري او تر مشرۍ لاندې يې د امريکايي حکومت ديپلوماتيکې ډلې تل د يواړخيزم پر لور ګامونه پورته کړي او کوي يې. هغه د خپلو سياسي ګټو او موخو تر څنګ په نړيواله کچه د خپل هېواد نوم هم خرابوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای