CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د ناول کورونا ويروس پر وړاندې مبارزه کې نړيوالو همکاريو ته اړتيا شته او يو پر بل باندې بايد په ناوړه توګه انتقاد ونه شي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-14 10:43:21

د جاپان د يوميوريشيمبون ورځپاڼې څو ورځې مخکې د يوې تبصرې په خپرولو سره پر چين بې ځايه نيوکه کړې وه چې په ټوله نړۍ کې د ناول کورونا ويروس د خپرېدو سبب دی. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په ۱۳مه نېټه په دې اړه وويل، چې ياده تبصره په رښتياوو باندې د سترګو په پټولو سره د چين پر حکومت او د چين پر کمونېست ګوند باندې شريرانه بريد بلل کېږي. دغه تبصره له ناپوهۍ او سپکاوي څخه ډکه ده او د جاپانيانو په شمول د نړيوالو ناسمه لارښوونه ده. د دغې ورځپاڼې کړنه له مطبوعاتي اصولو، اخلاقو او قواعدو څخه سرغړونه ده. چين په دې مناسبت د دغې ورځپاڼې مسؤل ته احتجاج وړاندې کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې دغه ويروس د ټول بشريت پر وړاندې ګډه ننګونه ده، نو د دغه ويروس پر وړاندې مبارزه کې نړيوالو همکاريو ته اړتيا شته او يو پر بل باندې بايد په ناوړه توګه انتقاد ونه شي. چين د جاپان له اړوندو خواوو څخه غواړي چې سمدلاسه دې خپله تېروتنه سمه کړي او په ياده مبارزه کې دې د چين او جاپان ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره رغنده رول ولوبوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای