CRI Online

تبصره: د امريکايي سياستوالو درواغ د ناول کورونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د دوی تيروتنې نه شي پټولی

cri     (GMT+08:00) 2020-04-14 12:03:34

په امريکا کې د ناول کورونا ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو کسانو او له دې امله د مړه شويو کسانو شمېرې د چټک زياتېدو په حال کې دي، د دې ترڅنګ پر چين باندې د امريکايي سياستوالو شريرانه بريدونه هم د سختېدو په حال کې دي. د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مايک پومپيو، د سوداګرۍ په اړه د سپينې ماڼۍ د سلاکار پيټر ناوارو، د مشرانو جرګې د غړو ټوم کوټون او ليندسې ګراهام په شمول سياستوالو په وار سره پر چين باندې بې ځايه نيوکې او شريرانه بريدونه کړي دي او ويلي يې دي چې چين د دغه ويروس سرچينه ده او په شفافه توګه يې د دغه ويروس معلومات نه دي خپاره کړي. دوی په ناوړه توګه نارې وهي چې چين بايد په ټوله نړۍ کې د دغه ويروس د خپرېدو مسؤليت پر غاړه واخلي، او د ځېنو ډلو هڅونه يې کړې چې په دې مناسبت له چين څخه تاوان واخلي.

رښتيا ده چې له ويروس سره مبارزه علمي او معقولې رويې ته اړتيا لري او يو پر بل باندې بايد ناوړه انتقاد و نه شي. د امريکا د ډيلي بيسټ ويبپاڼې د اپريل په ۱۲مه نېټه دې ته اشاره وکړه چې د عمومي ټولټاکنو لپاره د امريکا د اوسني حکومت نوې ستراتيژي روانه ده، دوی غواړي په ټوله نړۍ کې د دغه ويروس د سرچينې په توګه پر چين باندې تور ولګوي او له دې لارې خپلې تېروتنې او نامسؤلانه عملونه پټ کړي. خو د امريکايي سياستوالو درواغ د دغه ويروس د وقايې په برخه کې د دوی درې تېروتنې نه شي پټولی. لومړی، پر دغه ويروس باندې د دوی د سترګو د پټولو او ناپوهۍ له امله د وقايې وخت دوه مياشتې ضايع کړې دي. دوهم، دوی د دوو ګوندونو ترمنځ د سياليو له امله په جدي توګه د دغه ويروس وقايې ته پاملرنه نه ده کړې. درېيم، دوی امريکا ته د لومړيتوب ورکولو تر مفکورې لاندې نړيوالو همکاريو ته زيان رسوي او په دې توګه د خپل ځان ګټو ته هم زيان رسوي.

که څه هم د ځېنو امريکايانو په اند، نړۍ دې د دغه ويروس د وقايې په برخه کې امريکا ته لومړيتوب ورکړي، خو رښتيا ده چې يوازې نړيوالې همکارۍ او يووالی دغه ويروس ته ماتې ورکولای شي. که په کوم يو هېواد کې دغه ويروس له منځه يوړل نه شي، د امريکا په شمول د ټولې نړۍ امنيت هم نه شي خوندي کېدلی. د امريکا ياد عملونه ټولې نړۍ ته د واشنګټن اصلي بده څېره ښکاره کوي او نړيوالو همکاريو ته هم زيان رسوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای