CRI Online

له بهر نه چين ته راتلونکي کسان بايد تر ۱۴ ورځني قرنطين او طبي څار لاندې ونيول شي

cri     (GMT+08:00) 2020-04-14 12:32:39

د اپريل په ۱۳مه نېټه د ناول کرونا ويروس د وقايې او کنترول په اړه د چين د دولتي شورا د ميکانيزم په يوه مطبوعاتي غونډه کې خبر خپور شو چې د چين په هوايي، بحري او ځمکني بندرونو کې به د نظارت، ازموينې او قرنطين لا جدي تدبيرونه عملي شي، له بهر نه چين ته راتلونکي کسان بايد په ډله ييزه توګه تر ۱۴ ورځني قرنطين او طبي څار لاندې ونيول شي، څو د دغه ويروس د خپرېدو سرچينه پر وخت وپېژندل او کنترول شي او د خپرېدو ځنځير يې پرې شي.

د چين د روغتيا د ملي کمېټې د ناروغيو کنترول ادارې چارواکې وانګ بين وويل، (( چين له بهر نه هېواد ته د دغه ويروس د ننوتلو د مخنيوي په برخه کې جدي تدبيرونه غوره کړي دي. پر ټولو هغو کسانو چې له بهر څخه چين ته راغلي دي، د ۱۴ ورځني ډله ييز قرنطين او طبي څار تګلاره شته، موخه يې دا ده چې د ادارې کرښه بشپړه شي او د دغه ويروس د خپرېدو مخه ونيول شي. ))

د لومړنۍ پلټنې له مخې، پر ناول کرونا ويروس د اخته کېدنې په هغو پېښو کې چې دغه کسان له بهر نه چين ته راغلي، ځيني يې چين ته د ننوتلو په لومړۍ ورځ کې پيدا او تشخيص شوي او ۷۰ سلنه يې د طبي قرنطين په وخت کې پيدا او تشخيص شوي.

بر سيره پر دې، چين د ډولونو، کچو او سيمو د توپير په اساس له بهر نه هېواد ته د راتلونکو کسانو په اړه د ادارې داسې تګلاره نيولې چې تشخيص شوي کسان، شکمن کسان او تبه لرونکي کسان به سمدلاسه ټاکلي طبي ارګانونو ته وليږدول شي او په قرنطين او درملنې پيل وشي؛ هغه کسان چې له ناروغانو سره نژدې تماس لري، تر ۱۴ ورځني قرنطين او طبي څار لاندې به راشي؛ له يادو وضعيتونو پرته هغه کسان چې د طبي ارګانونو له خوا پر ناول کرونا ويروس د اخته کېدنې پېښو په توګه پېژندل شوي خو د ناروغۍ هيڅ نښه نلري، تر ۱۴ ورځني قرنطين او طبي څار لاندې به راشي او يوازې په داسې حال کې چې د nucleic acids د ۲ ازموينو نتيجې منفي وي، قرنطين به ختم او لېري شي؛ پر هغو کسانو چې په تيرو ۱۴ ورځو کې خطرناکو هېوادونو او سيمو ته د سفر ريکارد، له ناروغانو سره د تماس نيولو او د ناروغۍ نښې نښانې راپورونه يې وړاندې کړي، طبي پلټنې به يې تر سره شي.

له بهر نه هېواد ته په ننوتلو کسانو کې د هغو کسانو د پېژندلو لپاره چې پر ناول کرونا ويروس اخته شوي خو نښه نښانه نه لري، دچين په هوايي، بحري او ځمکني بندرونو کې د نظارت، ازموينې او قرنطين لا جدي تدبيرونه نيول شوي دي. د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د عمومي چارو څانګې مشر جين های وويل،

(( د ګمرکاتو عمومي ادارې د اپريل په لومړۍ نېټه له بهر نه چين ته پر ټولو ننوتونکو کسانو د nucleic acids ازموينو د تر سره کولو تګلارې پيل کړی، د وينو او لاړو په شمول د زياتو ډولونو نمونو له لارې د شکمنو کسانو ازموينې کيږي. ځيني ګمرکات له ځايي لابراتوارونو سره د همکارۍ له لارې د ازموينو د نتيجو دقيقه کچه لوړه کړې. ))

د ناول کرونا ويروس د ساري ناروغۍ پر وړاندې په غلا او پټه توګه له بهر څخه چين ته د ننوتلو کړه وړه شتون لري، د چين د کډوالو ملي ادارې په دې وروستيو کې له دغو ناقانونه کړو وړو سره د مبارزې عمليات پيل کړي او اړوندو مجرمانو ته به جدي سزا ورکړي. د چين د کډوالو ملي ادارې د سرحدي دفاع او څارنې څانګې مشر ليو های تاو وويل

(( د بېلګې په توګه، د يون نان او ګوانګ شي د سرحدي ادارې څانګو په دې وروستيو ورځو کې د هېواد پولو ته په غلا ننوتونکي ۳ لويې ډله ييزې پېښې حل کړې، ۴ جنايي ډلې، يوه ډله مجرمان چې د دغو جنايي فعاليتونو د تنظيمولو په چارو کې لاس درلود، او نور اړوند همکاران يې نيولي دي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای