CRI Online

په چين کې د ناول کرونا غير فعال ويروس پر اساس د واکسينونو بستريزې ازموينې پيل شوې

cri     (GMT+08:00) 2020-04-14 14:46:33

د سينوا اژانس د خبر له مخې، د ناول کرونا ويروس د وقايې او کنترول په اړه د چين د دولتي شورا ميکانيزم د علمي څېړنو ډلې خبر ورکړ چې د ناول کرونا د غير فعال ويروس پر اساس ۲ ډولونه واکسينونه چې د چين له خوا جوړ شوي، د هېواد د درملو د نظارت له ادارې څخه اړوند جوازليک تر لاسه کړی او په بستريزو ازموينو باندې يې پيل کړی دی. دا د ياد ويروس پر اساس لومړۍ جوپه واکسينونه دي چې د بستريزو ازموينو جواز ليک يې تر لاسه کړی.

ياد واکسينونه د ناروغه کوونکو جراثيمو د له منځه وړلو په عين وخت کې د دفاعي توان فعاليت هم ساتلی شي او داسې غوره والی لري چې توليدي تخنيکونه يې پاخه دي، کيفيت او معيار يې تر کنترول لاندې دی او اغېزمنه ساحه يې پراخه ده او په لويه پيمانه يې کارول کيږي.

(ياسمين)

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای