د چين صدر اعظم لي که چيانګ د اپريل په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې د اسيان(ASEAN)، چين، جاپان او کوريا جمهوريت(10+3) د مشرانو د کوويد--۱۹ پر ضد ځانګړې غونډه کې ګډون وکړ. دغه غونډه د اسيان د نوبتي رئيس هېواد ويتنام تر مشرۍ لاندې د انترنيټي ويډيو په وسيله تر سره شوه.
دغه غونډه د شلو هېوادونو تر ځانګړې سرمشريزې غونډې وروسته د کوويد--۱۹ پر ضد د ختيځې اسيا د ګډې مبارزې په اړه يوه بله مهمه غونډه ده.
د چين خارجه وزارت وړاندې هيله څرګنده کړې چې د 10+3 هېوادونه به د ويروس د مخنيوي او د اقتصادي پرمختګ د ساتلو په موخه د اړوندو همکاريو په اړه د نظريو تبادله وکړي او دغه غونډه د ويروس پر ضد د همکارۍ د پياوړتيا، د ختيځې اسيا د طبي همکارۍ د ژورتيا، د واقعي همکارۍ او سوداګريز تګ راتګ د پرمخبيولو او د سيمې په دننه کې د ګډو اقتصادي مثبتې نتيجې ولري.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |