CRI Online

د چين صدر اعظم: د ګډ برخليک ټولنې مفکوره دې پياوړې کړو او په ختيځه اسيا کې دې ژر کوويد--۱۹ له منځه يووړل شي.

cri     (GMT+08:00) 2020-04-14 16:42:18

د چين صدر اعظم لي که چيانګ د اپريل په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې د اسيان، چين، جاپان او کوريا جمهوريت(10+3) د مشرانو د کوويد--۱۹ پر ضد په ځانګړې غونډه کې د ګډون پر وخت څرګنده کړه چې اوس کوويد--۱۹ په ټوله نړۍ کې چټک خپرېږي، د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو ژوند او روغتيا ګواښي او نړيوال اقتصاد ته يې ستر زيانونه رسولي دي. اسيان د چين، جاپان او کوريا جمهوريت نژدې ګاوندی دی. موږ ډېر قوي او پوره توليدي ځنځيرونه او اقتصادي سيستمونه لرو او له بحرانونو سره د مقابلې په برخه کې زياتې همکاريزې تجربې او بيړني ميکانيزمونه مو جوړ کړي دي. موږ بايد د ګډ برخليک ټولنې مفکوره پياوړې کړو او د ويروس پر ضد د ګډې مبارزې د تر سره کولو ټينګ هوډ دې څرګند کړو څو د 10+3 ميکانيزم د ساري ناروغۍ پر ضد د مبارزې او د اقتصادي چارو د اعاده کولو په شمول څو برخو کې مثبت او ځانګړی رول ولوبوي، د سيمې او نړيوالې ټولنې باور پياوړی کړي او په ختيځه اسيا کې ژر دغه ويروس له منځه يووړل شي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای