د جرمني د فوکس (Focus) مجلې د اپريل په ۱۳مه نېټه يوه مقاله خپره کړه چې عنوان يې دی (په ټيټه بيه د چين د اسهامو د اخيستلو څلور دليلونه). په دې مقاله کې دې ته اشاره شوې چې اوس تازه د چين په داخل کې د کوويد-۱۹ ويروس ډېرې کمې مثبتې پېښې تشخيص شوې او د اقتصاد د بيا احيا سرعت يې له اټکل څخه لا ګړندی دی. اوس په چين کې پانګونه کول څلور دليلونه لري:
لومړی، چين په نړۍ کې مخکښ مقام خپلوي . دا چې کوويد-۱۹ ويروس په اروپا او امريکا کې په چټکۍ سره خپرېږي، په چين کې د دې ويروس د کنټرول په برخه کې تر لاسه شويو برياليتوبونو ټولې نړۍ ته هيله او اميد پيدا کړی. په عين وخت کې د چين د اقتصاد د بيااحيا سرعت ډېر ګړندی دی، په تېر مارچ مياشت کې چين کې د توليدونکو چارو د اخيستلو انډول له ۳۵.۷ سلنې څخه ۵۲ سلنې ته لوړ شوی او د دې هېواد په دننه کې د مصرف اندازه د ويروس د رامنځته کېدو په حالت کې ۸۵ سلنه نيسي.
دوهم، په تاريخ کې دا تاييد شوې چې د چين د اسهامو بازار د امريکا او اروپا د اسهامو بازارونو په نسبت له ننګونو سره د مقابلې لا پياوړی توان لري.
درېيم، پانګوال چيني بازار ته خوشبين دي او باور پرې لري. په دې وروستيو کې ځينو لویو نړيوالو پانګوالو د چين د تنسنټ په شمول د يو شمېر شرکتونو اسهام واخيستل. يوه شمېرنه ښيي چې د تېر مارچ مياشت په دوهمه نيمايي کې نږدې ۷ ميليارډه امريکايي ډالره د چين بازار ته انتقال شوي دي.
څلورم، د چين په بازار کې داخلي اړتيا د زياتېدو په حال کې ده. اوس په چين کې د کسانو د مصرف سويه مخ په لوړېدو ده او د اوږدې مودې له لحاظه په چين کې د ۱.۴ مليارډو نفوس لرونکي بازار له حياتي ځواک څخه ډک دی(هيله).
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |