د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د ۱۴مې نېټې په شپه د قرغېزستان له ولسمشر سورونبای ژينبېکوف سره ټليفوني خبرې وکړې.
شي جين پينګ وويل، له ناول کرونا ويروس سره د چين په سخته مبارزه کې د قرغېزستان حکومت پر وخت چين ته مرستندويه طبي توکي برابر کړي. د چينايانو لپاره د قرغېزستان خلک د ورور په شان دی او غواړي ورسره يو ځای د ياد ويروس مخنيوی وکړي.
ژينبېکوف وويل، له دې ويروس سره په مبارزه کې د چين برياليتوب د نړۍ لپاره لوی ملاتړ او لارښوونه برابره کړې ده. قرغېزستان به تل د چينايانو اعتمادي ملګری او همکار وي. دغه هېواد غواړي له چين سره د زراعت په شمول په بېلابېلو برخو کې همکارۍ وکړي، په ګډه « يو کمربند او يوه لاره» جوړه کړي او د بشري برخليک د ګډې ټولنې جوړونې ته وده ورکړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |